دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانمطیع الحق خالص:جګړو او کیمیاوي وسلو افغانان سخت زیانمن کړي

مطیع الحق خالص:جګړو او کیمیاوي وسلو افغانان سخت زیانمن کړي

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وايي، د تېرو جګړو پر مهال د کیمیاوي وسلو کارېدنې ډېری افغانان زیانمن کړي او د ناروغیو سبب شوي دي.

هغه د کابل په یوه پوهنتون کې په یوه سیمینار کې ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

خالص زیاته کړې، د ښارونو نامنظمې پراختیا جدي ستونزې جوړې کړې دي او اړتیا ده چې استادان، زده کړیالان او دولتي ادارې په ګډه د چاپېریال د ساتنې او عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here