ټولنپوه مصطفی مهر آیین د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي ته په یو بل لیک کې لیکلي، چې نه زه ستا بنده یم او نه هم ته د ایران د ملت ارباب.
هغه چې د خپل لومړي پرانیستي لیک له امله څارنوالۍ ته غوښتل شوی و؛ خپل بل لیک کې ویلي، چې د ظلم او استبداد محکمه کې به حاضر نشي.
مهرآیین لیکلي، په هغه سیاسي نظام کې چې ټولې ادارې فلج او د فعالیت هیڅ نښه یې نه وي؛ خامنهیي هم باید خپل ظالمانه قضاوت بند کړي.
د یادونې ده چې مهرآیین ته څارنوالي کې قضایي دوسیه هم خلاصه شوې.

