د قران کریم د تلاوت او حفظ په نړیواله سیالۍ کې چې د ۳۳ هېوادونو د تکړه قاریانو په ګډون په مصر کې ترسره شوه، له افغانستان څخه قاري سید راشد کاظمي د قرآن کریم د تلاوت په برخه کې د دویم مقام په ګټلو بریالی شو.
دغه سیالۍ د مصر د لومړي وزیر او د بورسعید ښار د والي په مدیریت ترسره شوه.
دغې سیالۍ ته د اسلامی نړۍ د مشهورو دیني او علمي شخصیتونو په ډله کې د مصر د مفتي اعظم، د حج او اوقافو وزیر، پوهانو، د قرآن کریم استادانو او سترو نړیوالو قاریانو ګډون کړی وو.

