د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د تعامل پراخېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بندیزونو او ګواښونو سیاست نور د منلو نه دی.
نوموړي د بحث پر مهال ویلي، افغانستان د اوږدو جګړو او نړیوالو فشارونو باوجود نه دی ړنګ شوی او نه هم د هغې سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی، لکه څنګه چې ځینې هېوادونه یې انګیري.
د ده په وینا، د طالبانو حکومت د کورنیو مسایلو د حل او سیمهییزو اړیکو د پراخېدو لپاره خپلواک ګامونه پورته کړي دي.
نبنزیا ټینګار کړی چې نړیوال ملاتړ د افغانستان د ثبات، اقتصادي ودې او بېرته نړیوالې ټولنې ته د ورننهوتو لپاره اړین دی.

