یوه روسي طنزکوونکي ارټمي اوستانین ته د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ نږدې د شپږ کاله بند سزا واوروله او سربېره پر دې یې درې سوه زره روبله نغدي جریمه هم پرې ولګوله.
پر نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د یوې طنزي نندارې پر مهال یې داسې څرګندونې کړې وې چې د چارواکو په وینا د کرکې خپرولو او د مذهبي احساساتو د سپکاوي بڼه لري.
اوستانین تېر کال د مارچ په میاشت کې د یوې وړې هنري غونډې پر مهال په خپلې ټوکې کې یو جګړه ځپلی پخوانی سرتېری انځور کړی و، چې د ماین چاودنې له امله یې پښې له لاسه ورکړې وې او په سکېټبورډ یې تګ راتګ کاوه.
دغه ټوکه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه او سخت غبرګونونه یې راوپارول.
یو شمېر پوځي فعالانو یاد طنز د روسي سرتېرو سپکاوی وباله او د قانوني چلند غوښتنه یې وکړه.
تر دې غبرګونونو وروسته، اوستانین هڅه کړې وه چې له هېواده ووځي؛ خو د بیلاروس امنیتي ځواکونو هغه ونیوه او بیا روسیې ته وسپارل شو.

