د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې که له هرې پوځي اډې پر ایران برید ترسره شي، هغه به د تهران له لوري مشروع هدف وګرځي.
پزشکیان په دې خبرو کې ویلي چې که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو اصلي لاملونه په جدي ډول ونه څېړي، نو د نړیوال نظم او امنیت لپاره به جدي ګواښ رامنځته شي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې راپورونه وایي امریکا د پاکستان په خاوره کې څو فعالې پوځي اډې لري، او ویل کېږي د ایران پر وړاندې د بریدونو په لومړیو کې له دغو اډو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

