د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو او د یو بل د حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې که پر ایران د بل هېواد له خاورې برید وشي، تهران به سخت ځواب ورکړي.
پزشکیان ویلي چې ایران د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ ته ژمن دی، خو د هېواد امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره کرښه ده او هر ډول برید ته به مناسب غبرګون وښودل شي.
هغه همداراز څرګنده کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په چمتو حالت کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دفاع توان لري.
بل لور ته راپورونه ښيي چې په بحرین او کویت کې د امنیتي ګواښونو له امله د خبرداري زنګونه وهل شوي.

