د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مجتبی خامنهيي د دغه هېواد د نوي مذهبي مشر په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.
پزشکیان په خپل پیغام کې ویلي چې د مجتبی خامنهيي ټاکل کېدل د ایران د خلکو لپاره د ځواک او وقار د نوې مرحلې پیل ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، دا پرېکړه د مشرتابه د خبرګانو شورا د اکثریت رایو پر بنسټ شوې ده.
د ایران ولسمشر زیاته کړې چې دا ټاکنه د ملي یووالي د پیاوړتیا نښه ده او کولای شي هېواد د بهرنیو فشارونو او ستونزو پر وړاندې لا پیاوړی کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران راتلونکی به د یووالي، همغږۍ او ګډ کار له لارې خوندي او باثباته پاتې شي.

