د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان، ویلي چې د انرژۍ د بحران او د برېښنا د پرې کېدو له امله، که اړتیا پېښه شي، نو دولت به د برېښنا د مصرف په محدودولو کې له خپلو ادارو پیل وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د تولیدي برخو او صنعتونو برېښنا پرې کول به وروستی انتخاب وي، او حکومت به تر وروستۍ اندازې هڅه وکړي چې د صنعتونو فعالیت ته زیان ونه رسېږي.
پژشکیان دغه راز ویلي، چې د برېښنا بحران یو واقعي حالت دی چې خلک یې باید ومني.
د ده په وینا، یوازینی حل دا دی چې خلک د خپلې برېښنا مصرف راکم کړي، څو دا ستونزه تر ډېره مهاله مهار شي.

