د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر علي خامنهيي د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا «لوی جنایت» به بېځوابه پاتې نه شي.
پزشکیان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خامنهيي وینه به داسې توپان راولاړ کړي چې د اسرائیلو او امریکا د ظلمونو او جنایتونو ریښې به وباسي.
نوموړي د خامنهيي مړینه د ایران لپاره ستره ضایعه بللې او ټینګار یې کړی چې هېواد به د خپلو مشرانو د وینې بدل واخلي.

