د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایران وسلهوالو ځواکونو تر دې مخکې په ځینو مواردو کې په خپل اختیار عمل کړی، خو اوس ورته سپارښتنه شوې چې له دې وروسته دې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه نه کوي.
پزشکیان ویلي، د ایران پوځ ته لارښوونه شوې چې هېڅ ګاونډی هېواد دې د توغندیو په وسیله هدف نه ګرځوي، مګر هغه وخت چې له هماغه هېواد څخه پر ایران برید ترسره شي.
هغه زیاته کړه: «که موږ کوم اختلاف لرو، باید یې له یو بل سره د خبرو له لارې حل کړو، نه دا چې د اسرائیل او متحده ایالاتو د لوبو وسیله وګرځو.»

