د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د هېواد د ستر رهبر علي خامنهیي پر ضد هر ډول تعرض د ایران له ملت سره د بشپړې جګړې مانا لري.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، که د ایران د خلکو په ژوند کې ستونزې او تنګسې شته، د هغو له اصلي لاملونو څخه د امریکا د حکومت او د هغه د متحدینو اوږدمهاله دښمني او غیرانساني بندیزونه دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د علي خامنهيي د واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې اوس وخت راغلی چې ایران د نوي مشرتابه په لټه کې شي.

