شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانمزار شریف کې د ایران سرقونسل:د ایران مذهبي مشر له افغانستان سره...

مزار شریف کې د ایران سرقونسل:د ایران مذهبي مشر له افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی

په مزار شریف کې د ایران سرقونسل ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی.

ایرنا خبري اژانس د علي‌رضا احمدي له قوله ویلي چې د ایران د مشرتابه علي خامنه‌اي د فرمان له مخې د افغانستان سره پر اعظمي تعامل ټینګار کوي.

د احمدي په وینا، د ایران مشر په دې باور دی چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لخوا حل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران د خپلو تګلارو او پالیسیو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here