چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهمزاحمت د احساساتو نه، د سلني د منطق سره!

مزاحمت د احساساتو نه، د سلني د منطق سره!

لیکوال: احمد شاه ساحل

د منظور پښتین دریځ د هر څه او هر چا په اړه روښانه، سپین او له هر ډول ابهام څخه پاک دی. هغه پنجاب دښمن بولي، مخامخ یې دښمن بولي، او د ټي ټي پي په ګډون هغه ټولې ډلې چې د پنجاب پر وړاندې ”زرګري جګړه“ کوي، پراکسي ډلې ګڼي. دا يې په خپل تازه بیان کې یو وار بیا هم روښانه کړې ده. دا یو غیر مذبذب او صریح دریځ دی.

دښمن مانا هغه چې نه ورسره دعا کوو او نه سلام؛ بلکې هره شېبه د مقابلې او مزاحمت په حالت کې ورسره ولاړ یو. او پراکسي مانا نیابتي؛ نیابتي مانا اجیر؛ او اجیر مانا مزدور. یعني هغه ډلې چې په غیر مستقیم ډول د دښمن اهداف پوره کوي. دا ډلې هڅه کوي چې د جګړې، بمبار او عملیاتو لپاره دښمن ته بهانه په لاس ورکړي؛ او هغه ته د کور، ښوونځي، بازار او سړک د ورانولو پلمه برابره کړي. په ظاهره د دښمن پر وړاندي درېږي، خو په حقیقت کې نه یوازې خلک په دوامداره جګړه کې ساتي، بلکې هغوی د معاصر ژوند او د عصري نړۍ له پرمختګونو هم راګرځوي.

اصلاً پاکستان د همدې پراکسي ډلو له لارې غواړي پښتونخوا په ”تور بازار“ بدله کړي؛ لکه اوس یې چې عملاً دا کار کړی. د تور بازار اساسي مانا دا وي چې ډېر ګران پکې ډېر ارزانه پلورل کېږي. که وګورو، همدا اوس د پښتونخوا په طبیعي وسایلو چور ګډ دی؛ پنجاب پخپله هم پکښي اخته دی او نړۍ یې هم شریکه کړې. نادره منرالونه چې د نړیوال سیاست مسیر ټاکي، نن د پښتونخوا له خاورې په خورا بې رحمۍ او وړیا ډول ایستل کېږي.

دا تور بازار د همدې پراکسي ډلو په شتون کې ممکنه او رامنځته شوی دی. که دا ډلې نه وای، نو پنجابي پوځ به هلته له چا سره جګړه کوله؟ او که جګړه نه وي، هلته به امن وي. چې امن وي، پرمختګ حتمي دی؛ او چې پرمختګ راشي، نو هلته مېشت پښتانه به د روان عصر برخه وي، او که دا کار وشي، بیا به هېڅوک ونه شي کولی چې د هغوی پر سرونو او معدنونو سودا وکړي.

همدا لامل دی چې منظور پښتین د پنجاب او د هغه د ټولو پراکسي ډلو په اړه واضح دریځ لري او مخالف دی. خو دا مخالفت یو ډول نه دی، او نه باید یو ډول اوسي. د پنجاب پر وړاندې به مخالفت ښکاره، مستقیم او بې‌ پروا وي، خو د دې لپاره چې دا مخالفت کمزوری نه شي، او پنجاب د پښتنو له وار او ګوزار څخه خوندي پاتې نه وي، د هغه د نورو مزدورو ډلو پر وړاندي به مخالفت له تدبیر او سنجش سره مل وي.

حتمي نه ده چې پر یوه وخت په ټولو جبهو کې جګړه وشي. زمان او مکان به ارزول کېږي، او ټوله انرژي به لومړی پر هغه لوري مصرفېږي چې له منځه تګ یې د ستونزو ۹۹ سلنه برخه حل کوي. دلته د ګټې بحث باید منطقي او پر سلنه ولاړ وي. په کوم مخالفت کې چې د ګټې کچه لوړه وي، لومړی به هغه کیږي.

پاکستان او د هغه تبلیغاتي چینلونه به په بېلابېلو بڼو هڅه وکړي چې پي‌ ټي‌ اېم د خپلو پراکسي ډلو سره په یو نوعه ښکیل کړي او دوی ترې پاته شي. خو دا نه کیږي سړیه، ”منظور“ هم یو چاته ویل کیږي اخیر.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here