د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز وایي، د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم له عصري اسانتیاوو بېبرخې دي او ایالتي حکومت د ټکنالوژۍ او پرمختګ لپاره کافي کار نه دی کړی.
هغې دغه څرګندونې د ګجرات پوهنتون په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې په پنجاب کې زدهکوونکو ته د هونهار بورسونو، لپټاپونو او فني زدهکړو پراخ پروګرامونه برابر شوي؛ خو په وینا یې، په خیبرپښتونخوا کې ورته اسانتیاوې نشته.
نوموړې په غیرمستقیم ډول د پاکستان تحریک انصاف د واکمنۍ دورې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هلته د عملي پرمختګ پر ځای زیاتره شعاري سیاست شوی دی.
مریم نواز دا هم وویل چې د لارو بندول او اعتراضونه، چې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره روان دي، د خیبرپښتونخوا پر اقتصاد منفي اغېز کوي.

