شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانمرسي کورپس:کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه کېدونکې ده چې د اوبو له...

مرسي کورپس:کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه کېدونکې ده چې د اوبو له سخت کمښت سره به مخ شي

نړۍوالې رسنۍ د مرسي کورپس نادولتي سازمان د راپور له مخې وایي، ښايي کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له سخت اوبو کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي.

راپورونه څرګندوي چې د نفوس ډېرښت، د سرچینو کمېدل او د اوبو ناسم مدیریت د دې ښار لپاره ستر ګواښونه جوړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، تېرو درې لسیزو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو را ټیټه شوې، چې دا به نه یوازې د خلکو ژوند ته ګواښ وي، بلکې اقتصادي اغېزې به هم ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here