په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل، د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر پرېکړه توندې نیوکې کړي دي.
هغه په خپل ایکس په روسيژبه یو یاداښت کې لیکلي چې مسکو د طالبانو د «ظالم رژیم» په رسمیت پېژندلو سره، د شوروي اتحاد هغه ستره تېروتنه بیا تکرار کړې چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د افغانستان د اشغال پر مهال کړې وه.
صیقل خبرداری ورکړی چې دا اقدام به بالاخره د روسیې پر ضد تمام شي او مسکو ته به د یوې بلې «وینې بهوونکې زخم» بڼه غوره کړي.

