د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اچکزی وايي، هېواد یې اوس د هغو تګلارو پایلې ویني چې په تېرو لسیزو کې یې خپله غوره کړې وې.
نوموړي ټینګار کړی چې «انسان هماغه څه رېبي چې کرلي یې وي».
اچکزي د پاکستان پر اوږدمهالو سیاسي او امنیتي پالیسو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د غلطو پرېکړو له امله هېواد څو لسیزې وړاندې د یوه داسې خطرناک جګړهییز مسیر پر لور ولاړ، چې پایلې یې بېتوپیره وې او ښه او بد یې سره جلا نه کړل.
د هغه په وینا، په هماغه موده کې پاکستان د نړۍ بېلابېلو افراطي عناصرو ته ځای ورکړ، هغوی یې سره راټول کړل او د تشدد او ترهګرۍ لپاره یې وروزل؛ هغه څه چې نن یې اغېزې د ټولنې پر هر قشر ښکاره دي.
نوموړي زیاته کړې چې تاوتریخوالی او افراطیت کله هم تر کنټرول لاندې نه پاتې کېږي او بالاخره هماغه نظام ته زیان رسوي چې ملاتړ یې کړی وي.
اچکزي د وضعیت د سمون لپاره د پالیسیو د بنسټیز بدلون، د قانون د حاکمیت او د سولهییز سیاست پر اړتیا ټینګار کړی.

