د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د سیمې د هېوادونو د احتمالي نوې وېش په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کورني یووالي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
اڅکزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ځینو بهرنیو کړیو داسې نقشې جوړې کړې دي چې د مذهب او ژبې پر بنسټ د سیمې هېوادونه سره بېلوي.
د هغه په وینا، په دغو نقشو کې د کردستان د جوړېدو تر څنګ د پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو د نوې وېشنې انځور هم ښودل شوی دی.
نوموړي وویل، دا نقشه د یوه امریکايي پوځي له لوري جوړه شوې ده.
هغه خبرداری ورکړی، چې که د سیمې ولسونه او مشران هوښیار نه وي، بهرني ځواکونه به د خپلو ګټو لپاره خلک یو د بل پر وړاندې ودروي.
اڅکزي زیاته کړې، پر ځای د دې چې نور موږ سره وجنګوي، باید پخپله کېنو، خبرې وکړو او خپلې ستونزې د تفاهم له لارې حل کړو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د روانو سیاسي او امنیتي کړکېچونو حل د انصاف، عدالت او د پارلمان په پیاوړتیا کې بللی او ویلي، چې یوازې یو قوي ولسواک نظام کولی شي هېواد له بحران څخه وباسي.

