د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پاکستاني حکومت سختې نیوکې کړې دي، او ویلي یې دي چې د اسلاماباد واکمن د برتانیې د پخواني استعماري سیاست تقلید کوي او هڅه کوي پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړي.
اڅکزي په یوه پیغام کې ویلي، د پاکستان واکمن غواړي افغانستان د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني، د بهرنیو اړیکو پرېکړې یې د اسلاماباد تر اغېز لاندې وي او د کابل حکومت د دوی د سیاسي امر تابع شي.
نوموړي زیاته کړې، د اوسني حکومت مشران د ملت د ګټو پر ځای د استعماري مفکورو تعقیب کوي او د ګاونډي هېوادونو سره د سالمو اړیکو چلند نهپېژني.

