د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د سرو زرو تاریخي مډال ګټلی دی.
هغه د پایلوبې په پړاو کې خپل ترکي سیال د ۲۹ پر ۲۸ امتیازونو مات او د اتلولۍ عنوان یې خپل کړ.
جهانګیر تر دې مخکې د اندونیزیا او سعودي سیالان هم له لارې لرې کړي وو او د لومړي افغان په توګه یې په دغو معتبره سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، د مویتای بل افغان لوبغاړي سید حمیدالله سادات د برونزو مډال ګټلی.
دا سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربهتوب روانې دي.

