سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانمحمد نبي:د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندم؛ دوی له نجونو وروستی فرصت هم...

محمد نبي:د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندم؛ دوی له نجونو وروستی فرصت هم واخیست

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر نجونو د طبي زدکړو د بندېدو پرېکړه غندلې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو اول پر نجونو ښوونځي، بیا پوهنتونونه او دا دی اوس ترې وروستی فرصت چې د طب برخه کې نیمه لوړې زدکړي وې هم واخیستل شو.

نوموړی زیاتوي، چې دا پرېکړه به یوازې نجونو ته نه، بلکې د هېواد ټولو وګړو ته زیان ورسوي.

محمد نبي همداراز یاده پرېکړه نا عادلانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په عاجزانه توګه د طالبانو له حکومت غواړي تر څو د نجونو د زدکړو د بندوالي پر پرېکړې دې بیا غور وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here