د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي عیسیخېل د ایران له لوري په زوره د شړل شوو زرګونو افغان کډوالو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې.
هغه ویلي چې دا کړنه نه یوازې د بشري کرامت خلاف ده، بلکې شړل شوي افغانان له ګڼو ستونزو، لوږې، بېسرپناهۍ او ناروغیو سره مخ کړي دي.
محمد نبي له ملي تجارانو، سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو شخصیتونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي، خپلې مرستې ونه سپموي او د دوی د استوګنې، خوراک، درملنې او بېرته رغېدو لپاره لاسونه سره ورکړي.
نوموړي زیاته کړې: «دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده، او موږ باید دا ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»

