د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزی وایي، د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان سیاستوالو او پخوانیو جهادي رهبرانو ته یې مخامخ او په لیکلې بڼه یادونه کړې وه چې طالبان سولې ته لیوالتیا نه لري او باید د مذاکرې او سولې پرځای په کورنیو ابعادو او له طالبانو سره په جګړې تمرکز ډیر شي.
ښاغلي ستانکزي چې دجرګې ستراتیژیکو مطالعاتو او څیړنو مرکز په نوم ایکس سپیس کې خبرې کولې زیاته کړه،د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو افغان سیاستوالو له طالبانو سره سوله غوښته، خو د امریکا او سیمې سیاستونو هرڅه ګډوډ کړل.
د افغان جمهوري دولت دغه چارواکي له افغانستان څخه په یو اړخیز ډول د امریکايي پوځيانو په وتلو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې امریکایان افغان دولت طالبانو ته دوه لاسي تسلیم کړل.

