چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانمحمد محقق: نړۍ د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې مخالفه ده

محمد محقق: نړۍ د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې مخالفه ده

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وايي، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې ملاتړ نه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې له سخت‌دریځۍ لاس واخلي او معقولو خبرو اترو ته حاضر شي.

محمد محقق ویلي: «نړۍ وايي جګړه مه کوئ. ختیځ او لوېدیځ وايي جګړه مه کوئ. ګاونډیان هم وايي جګړه مه کوئ.»

نوموړي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ،د خپل تازه چاپ شوي خاطراتي کتاب د مخکتنې په غونډه کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم ځینې هېوادونه طالبانو ته مالي مرستې کوي، خو نړیواله ټولنه له فکري پلوه له دې ډلې لرې شوې او د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني.

محمد محقق ادعا کړې چې «طالبان نه پاتې کیږي او تلونکي دي» او زیاته یې کړه چې وروستیو کې سیاسي بهیرونو او ګوندونو په دې برخه کې «متحد دریځ» خپل کړی دی.

محمد محقق یو ځل بیا ویلي، چې هېڅوک د جګړې پلوی نه دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې معقولو او مانادارو خبرو ته چمتو شي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here