د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په یوه تازه اعلامیه کې اعلان کړی چې د پخواني حکومت لوړپوړی چارواکی محمد عمر داودزی د دې شورا د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې تازه ۳۴ نور سیاسي مشران او د مدني ټولنې استازي د شورا غړيتوب ته منل شوي، چې له دې سره د شورا د غړو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا، چې جهادي مشران، د پخواني حکومت چارواکي او سیاسي شخصیتونه پکې ګډون لري، د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته له هېواده بهر جوړه شوې ده.
مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، عبد رب رسول سیاف او سرور دانش د دې شورا له بنسټیزو غړو شمېرل کېږي.

