د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان، ویلي چې د تهران په غونډه کې یې د چین او ازبکستان د ځانګړو استازو سره د افغانستان په اړه لیدنې کړې دي.
نوموړي ویلي چې په سیمه کې د ترهګرو ډلهییز شتون د سیمهییز اقتصادي ادغام پر وړاندې خنډ جوړوي او جدي امنیتي ستونزې رامنځته کوي.

محمد صادق خان زیاته کړې چې ګډونوالو په ګډه هوکړه کړې چې د دې امنیتي ګواښ د کمولو لپاره ګډې هڅې ضروري دي.
دغه لیدنې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو په غونډه کې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوي دي.

