د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي، چې په اسلاماباد کې يې د طالبانو حکومت له سفير سردار احمد شکيـب سره د لوړپوړو چارواکو د راتلونکي سفر او وروستيو دوهاړخيزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د دې سفر په اړه نور جزئيات نهدي څرګند کړي.
دا خبرې داسې مهال شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو کابل ته سفر کړی و، او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار، د طالبانو حکومت رئيسالوزرا ملا حسن آخوند اسلاماباد ته بللی دی.

