د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، دوی د ترهګرۍ او هر ډول افراطیت مخالف دي، خو د افغانستان پر خاوره برید د ټولو نړیوالو اصولو ښکاره نقض بلل کېږي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:«له بده مرغه، د واکمنو افراطي او غیر انساني سیاست د دې لامل شوی چې د داسې بریدونو پر وړاندې نه یوازې دوی چوپ پاتې شي، بلکې سیاسي مخالفین یې هم غبرګون ونه ښيي.»
فدایي ټینګار کړی، چې د دې او ورته پېښو د مخنیوي یوازینۍ لاره د بینالافغاني خبرو پیل او د داسې حکومت جوړول دي چې د خلکو د رایو او انتخاب پر بنسټ ولاړ وي.

