د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که امریکا د خپلو ژمنو سرغړونه ونه دروي، تهران تیار دی چې اوربند ته د پای ټکی کیږدي او خپل ځواک وکاروي.
قالیباف وویل: « زموږ خلک او پوځي ځواک د هر احتمالي حالت لپاره بشپړه آمادګي لري.»
هغه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اخیرني شرط په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې تهران د هغه د فشارونو لاندې مذاکره ونه کړه.
قالیباف زیاته کړه: «ټرمپ مجبور شو چې د خپل کورني بازار د کنټرول لپاره په دروغو د ایران سره د مذاکرې خبرې وکړي او خپل اولتیماتوم درې ځله وغځوي.»

