د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې.
ښاغلي غني پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي: «د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ دې نېکمرغه وي.»
د یادونې ده چې د زمري اوومه د درې رنګه ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته ملي بیرغ ښکته شوی او پر ځای یې هر ډول رسمي ناستو او دفترونو کې د دوی سپین بیرغ اېښودل کېږي.

