د هېواد پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني د یو اوږد پیغام په خپرولو سره ویلي چې هېواد د یو ډېر حساس تاریخي پړاو په منځ کې د خطر او فرصت تر یوه لوی انتخاب رسېدلی دی.
ښاغلی غني وایي چې اوسنی وضعیت د ملي ګټو د تعریف، تلپاتې سولې د موندلو او د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره بنسټیز بحث ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی چې د هېواد ستونزې یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې ولس ګډ بحث ته ور ودانګي، ملي ګټې مشخصې شي او د هېواد راتلونکی مسیر د خلکو په خپله وټاکل شي.
غني وايي، تېرو ۴۷ کلونو کې افغانان له سولې، ثبات، اقتصادي ودې او مشروع حاکمیت بېبرخې پاتې شوي، او په دې شرایطو کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه تلپاتې سولې ته ورسېږو.
غني د مهاجرینو اجباري شړل، طبیعي پېښې او د پاکستان وروستي نظامي بریدونه د هېواد وضعیت لا سختوونکی یاد کړي دي.
هغه وایي، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو هیله باید ژوندۍ وساتل شي او د بدلون لپاره په ګډه هڅه وشي.
هغه زیاتوي چې ملي اجماع باید د راتلونکي لپاره پر تمرکز ودریږي، نه یوازې په تېر باندې.
د ده په باور، د ستونزو د حل یوازینۍ لار د خلکو یووالی، د سولې ټینګېدل، د مشروعیت ترلاسه کول، د تعلیم او روزنې پراختیا او له نړۍ سره د متوازنو اړیکو بیا رغول دي.
په پای کې غني وایي چې د ځان لپاره واک یا څوکۍ نه غواړي، خو که ولس اړتیا وګني، دی چمتو دی د بحران د حل او د «جوړوونکي» لارې د وړاندې کولو لپاره خپله ونډه واخلي.

