پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پر وړاندې خپله ژوره اندېښنه او خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي، چې د دې مهاجرو دردونکې صحنې، په تېره بیا د افغانستان لوېدیځو پولو کې، د هر افغان زړه ژوبلوي.
محمد اشرف غني په یو تازه پیغام کې ویلي:«د خپلو راستنېدونکو کوچنیانو اوښلنې سترګې، د خپلو همزولو کږې شوې ملاوې، د خپلو لوڼو، خویندو او میندو ترهېدلي کاته، له مبهمې راتلونکې د خپلو ځوانانو نهیلې بڼې مې په څړیکوڅړیکو د زړه تر تله لارې کوي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د چپ پاتې کېدو وخت نه دی، ځکه که د وضعیت بېپامۍ ته دوام ورکړل شي؛ نو دا روان بحران به یوې بشپړې انساني فاجعې ته لار هواره کړي.
ښاغلي غني ویلي، اوس تر هر بل وخت د یووالي، ثبات، سوکالۍ او ملي اجماع لپاره کلک هوډ ته اړتیا ده، تر څو افغانان دا تاریخي ازمېښت په بریا وځپي.

