دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانمحمد اشرف غني:د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو...

محمد اشرف غني:د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې د قربانیانو کورنیو او د هېواد خلکو ته د زړه له کومي د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله یې څرګنده کړې او د شهیدانو لپاره یې د الهي رحمت دعا کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې باید د منظمې همغږۍ، ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو له لارې د خلکو د کړاوونو او دردونو د کمولو لپاره کار وشي.

هغه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې یو موټی شي، تر څو د دې ناورین اغېزې راکمې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here