د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، باجوړ، وزیرستان او د پښتونخوا نورې سیمې د دولت د بېغورۍ او شخړو دروند بار وړي.
هغه دولت پوښتلی، چې کله به د پښتنو غږ اوري.
بلخوا، د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان شکایت کړی چې د بابړې د خونړۍ پېښې په اړه یې وینا په سنا کې سانسور شوې، او دا کار یې د ازاد پاکستان له دعوې سره په ټکر کې بللی دی.
په همدې حال کې د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسلهوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي.
د ځایي چارواکو په وینا، د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او درې ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی، چې سبا پای ته رسېږي.

