جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهمحسن داوړ:مولانا خانزیب د تندلاریتوب پر ضد د فعالیت له امله ووژل...

محسن داوړ:مولانا خانزیب د تندلاریتوب پر ضد د فعالیت له امله ووژل شو

د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي او د جمهوري پال ګوند مشر محسن داوړ ویلي، چې د سولې یو بل پښتون غږ، مولانا خانزیب، په باجوړ کې شهید شوی دی.

نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي، چې مولانا خان زیب د تندلاریتوب پر ضد یو پیاوړی او څرګند غږ و او همدا د هغه “جرم” شو.

داوړ زیاتوي، چې وسله‌والې نیابتي ډلې، چې په پښتونخوا کې فعاله دي او مولانا زیب یې د خپل فعال دریځ له امله په نښه کړ.

هغه د مولانا خان زیب کورنۍ ته د ژور تسلیت او خواخوږۍ څرګندونه کړې، او د نوموړي لپاره یې د ارام دعا کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here