د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ د ګوند مشر محسن داوړ وايي، د طالبانو حکومت د پاکستان د خوښې حکومت دی.
ښاغلی داوړ وایي:« څنګه کیدای شي چې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي ډلې حکومت وي او دوي دې ورسره ناخوښه وي.»
محسن داوړ وړاندې وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ مطبوعاتي جګړه روانه ده چې د ای ایس ای له لورې کنترول شوې لوبه ده.
ښاغلي داوړ ویلي چې پاکستان غواړي افغانستان او سیمه د دوي په کنترول کې وي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر وایي، په تیرو شلو کالو کې د طالب مشرانو کورونه، تجارتونه ټول په پاکستان کې وو او د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو له لورې د افغانستان د ورانۍ لپاره پیسې او اسلحې هم ورکول کیدې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ مطبوعاتي جنجال ډرامه او جوړه شوې سناریو بللې وه.

