د ایران د قضایي قوې مشر، محسني اژهاي، ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل لوړپوړي چارواکي او د وروستیو پېښو ملاتړي د «سترو جنایتونو» عاملین دي او د خپلو کړنو د کچې او پراخوالي له مخې به له عدلي تعقیب، محاکمې او سزا سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د وروستیو پېښو د عاملانو قضایي تعقیب نه پرېږدي او دغه موضوع به هم د هېواد په کورنیو محکمو او هم د نړیوالو حقوقي میکانیزمونو له لارې په جدي توګه تعقیب کړي.
د قضایي قوې دغه مشر ویلي، چې د جنایتونو مرتکبین به د وخت په تېرېدو سره له حسابورکولو خلاص نه شي او عدالت ته به راکاږل کېږي.

