د بلوڅ ازادي غوښتونکو اړوند مجید بریګېډ ډلې د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان د برید مسؤلیت منلی دی.
دا فدایي حمله پر یو موټر شوې او تر هغې وروسته، ازادی غوښتونکو پر نورو موټرو برید کړی دی.
یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید کې یې تر اوسه ۹۰ پوځیان وژلي دي.
راپورونه وایي، چې د پاکستاني پوځيانو په دې کاروان کې اته لېږدوونکې بسونه وو چې د اختر د رخصتۍ لپاره يې پاکستاني پوځيان کورونو ته لېږدول.

