د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهای په یوه پیغام کې ویلي چې تهران به د هغه زیانونو او تلفاتو بشپړ غرامت ترلاسه کړي چې د جګړې له امله اوښتي دي.
هغه د خپل پلار علي خامنهای د مړینې د څلوېښتمې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ایران لا هم د خپلو سویلي ګاونډیانو څخه د مناسب غبرګون په تمه دی، څو د ورورولۍ او خیرخواهۍ نښه وښيي.
مجتبی خامنهای ویلي: «زما سویلي ګاونډیانو ته وایم چې تاسو د یوې معجزې شاهدان یاست، نو سم یې درک کړئ، په سم ځای ودرېږئ او د شیطانانو په دروغجنو ژمنو باور مه کوئ.»
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي د مدیریت په برخه کې به نوی پړاو پیل شي او ټینګار یې کړی چې ایران به د خپلو حقونو د دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي.
خامنهای زیاته کړې چې که څه هم ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري او د جګړې د زیانونو او د قربانیانو د وینې بهیدنې غوښتنه به وکړي.

