د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ليکلي، افغانستان کې کومه وسلهواله ډله نشته او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي.
هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د داسې اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟
نوموړي ليکلي، هغه هېوادونه چې په دې اړه اندیښنې خپروي، بې دليله دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.
هغه له هېوادونو غوښتي، چې د اندېښنو پرځای دې امنیت ته کار وکړي.

