د متحده عربي اماراتو دولت په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او دا پېښه یې ترهګریز عمل بللی.
اعلامیه کې ویل شوي:« په کابل ښار ترهګرېز برید په سختو ټکو غندو چې له امله یې یو شمیر کسان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.»
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې متحده عربي امارات دغه «جنایتکارانه» عمل په کلکه غندي او د تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ د ټولو بڼو پر ضد خپل تلپاتې دریځ تکراروي، هغه کړنې چې د امنیت او ثبات د ګډوډولو موخه لري.
متحده عربي امارت د شوي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې، او د چین ولسي جمهوریت او د هغه له خلکو، او همدارنګه د افغانستان له خلکو سره یې د دې پېښې په تړاو خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
اعلامیه کې ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو هیله څرګنده شوې ده.

