جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانمالیې وزارت:نړیوال بانک په افغانستان کې خپل بند شوي فعالیتونه فعال کړل

مالیې وزارت:نړیوال بانک په افغانستان کې خپل بند شوي فعالیتونه فعال کړل

مالیې وزارت وایي نړیوال بانک د ګډو هڅو په پایله کې بېرته له افغانستان سره خپل بند شوي فعالیتونه فعال کړي دي.

د وزارت په وینا، بانک د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ یې پروژې عملي کړې وې.

تر اوسه په لومړي پړاو کې ۹.۳ میلیونه ډالر او په دوهم پړاو کې ۱۶.۸ میلیونه ډالر شرکتونو ته لېږدول شوي دي.

وزارت وايي، درېیم او څلورم پړاو به هم ژر شروع شي او ټول ۴۵ میلیونه ډالر به شرکتونو ته ورکړل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here