شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهماریا زاخارووا:مسکو هر ډول نظامي اقدام پر ایران غیرقانوني بولي

ماریا زاخارووا:مسکو هر ډول نظامي اقدام پر ایران غیرقانوني بولي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې مسکو هر ډول نظامي اقدام پر ایران غیرقانوني بولي.

نوموړې ویلي: «موږ داسې حل‌لارې لټوو چې د ایران مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د لویدیځ له‌خوا د دې هېواد د اټومي پروګرام پر ضد شته تعصبونه له منځه یوسي.»

زاخارووا ټینګار کړی چې د ایران د اټومي تأسیساتو بمبار به د ټولې نړۍ لپاره ناوریني پایلې ولري او زیاته کړې چې ایران حق لري له اټومي انرژۍ سوله‌ییزه ګټه پورته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here