چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeافغانستانماریا زاخارووا:د کابل او اسلام‌اباد نښتې د اندېښنې وړ دي؛ اختلافونه دې...

ماریا زاخارووا:د کابل او اسلام‌اباد نښتې د اندېښنې وړ دي؛ اختلافونه دې د خبرو له لارې حل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پر پوله روانې نښتې د مسکو لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.

زاخارووا په خپل بیان کې ټینګار کړی چې روسیه له دواړو لورو غواړي له هر ډول پوځي ټکر او کړکېچ څخه ډډه وکړي.

هغې ویلي: «موږ پر کابل او اسلام‌اباد غږ کوو چې خپل اختلافونه د متقابل درناوي او رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د نوموړې په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې پر امنیت منفي اغېز وکړي، نو ځکه اړینه ده چې دواړه هېوادونه له زغم او سیاسي تعامل څخه کار واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here