د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او طالبانو تر منځ د روانو ترینګلتیاوو د حل غوښتنه کړې ده.
د وزارت ویاندې ماریه زاخارووا ویلي چې مسکو له دواړو لورو غواړي چې اختلافات یوازې د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو هوار کړي.
هغې اعلان کړی چې روسیه چمتو ده د طالبانو او پاکستان د شخړو په حل او د سیمې د سولې د ټینګښت لپاره منځګړیتوب وکړي.
زاخارووا زیاته کړې چې اوسنی تاوتریخوالی نه یوازې روسیه، بلکې نړیواله ټولنه هم اندېښمنه کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اسلاماباد او طالبانو حکومت درېیم پړاو مذاکرات په استانبول کې بېنتیجې پای ته رسېدلي دي.

