د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې دوی باید پر ایران فشارونه لا زیات کړي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه فکر کوي چې د ایران په وړاندې باید د فشار اعظمي ستراتیژي بیرته راشي، وویل: «زه فکر کوم چې موږ باید پر ایران ډیر فشار راوړو چې خپل فعالیتونه ودروي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د راپور له مخې، روبیو ویلي، چې تهران غواړي اټومي وسلې ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له راستنېدو وروسته د تهران چارواکو په بېلابېلو حالاتو کې له امریکا سره د خبرو اترو لېوالتیا ښودلې ده؛ خو ډونالډ ټرمپ تر اوسه د تهران د خبرو اترو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

