د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې، ده او د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د هند او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره جلا جلا خبرې کړې دي.
روبیو ویلي، چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو صدراعظمانو نریندرا مودي او شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران اجیت دووال او عاصم ملک سره نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو خبرو پایله کې، دواړو هېوادونو سمدستي اوربند ته غاړه ایښې او هوکړه یې کړې چې د یوه بې پرې ځای په ټاکلو سره به د ټولو مهمو موضوعاتو په اړه رسمي خبرې پیل کړي.

