د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، هغه امریکايي وګړی ډینس کویل چې په افغانستان کې بندي و، خوشې شوی او دا مهال د خپل هېواد پر لور روان دی.
روبیو په خپله ایکسپاڼه ویلي، د روانې میاشتې په پیل کې یې د کویل له کورنۍ سره لیدلي وو، چې د هغه د خلاصون غوښتنه یې کوله.
د نوموړي په وینا، د کویل ازادي د یو لړ ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، او د متحده عربي اماراتو او قطر له همکارۍ یې مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا اقدام د «یرغمل نیونې د سیاست» د کمېدو په لور یو مثبت ګام بلل کېږي.

