جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهمارکو روبیو:د واشنګټن او ریاض ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د ټرمپ له...

مارکو روبیو:د واشنګټن او ریاض ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د ټرمپ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوریې، لبنان، غزې او د ټولې سیمې د سولې او ثبات د هڅو، د سره سمندر د امنیت او د کښتۍ چلونې د آزادۍ په اړه خبرې وکړې.

مارکو روبیو پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د «کلیدي اړیکو پیاوړتیا» د ډونالډ ټرمپ د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here